دا په زړه پورې ده ۰
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف اعلان وکړ چې اوس مهال د اسلام آباد او کابل ترمنځ هیڅ اړیکه نشته.
تازه خبر | د اسلام آباد-کابل اړیکو کې کړکېچ، اسلام آباد وايي کابل سره هېڅ اړیکه نه لري
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف اعلان وکړ چې اوس مهال د اسلام آباد او کابل ترمنځ هیڅ اړیکه نشته.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، آصف له جیو نیوز سره په یوه مرکه کې، خبرداری ورکړ چې په هره شیبه کې د جګړې د بیا پیل امکان شتون لري او وضعیت بیا کړکیچن کیدی شي.

د پاکستان د دفاع وزیر یو ځل بیا د افغانستان حکومت د پاکستاني حکومت مخالفینو ته د پناه ورکولو په تور تورن کړ.

اصف د خپل هیواد د پوځي عملیاتو دفاع ته دوام ورکړ او ټینګار یې وکړ چې په وروستیو بریدونو کې یوازې د ترهګرو ډلو پټنځایونه په نښه شوي او ملکي وګړو ته زیان نه دی رسیدلی.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcfxedymw6dcya.,ziw.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته