په داسې حال کې چې د نریندرا مودي په مشرۍ د هند حکومت یو ځل بیا د مسلمانانو د ظلمونو نوې څپه پیل کړې او د هیواد په څو ایالتونو کې د دوی کورونه ویجاړ شوي دي، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د نوي ډیلي د سفر په ترڅ کې ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د هندوانو او سکانو معبدونه بیا جوړ کړي.










