په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د پاکستان د پوځ د ننه یوه کړۍ، چې داعش ډله روزي او دغه ډله بیا په افغانستان، روسیه او ایران کې بریدونه کوي.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مجاهد دغه څرګندونې نن یکشنبې د (تلې ۲۰ مه) د طالبانو او پاکستاني ځواکونو د تېرې شپې تر نښتو وروسته په یوه خبري ناسته کې وکړه. نوموړي و ویل چې د پاکستان د پوځ د ننه یوه کړۍ، چې په افغانستان کې ناامني غواړي. هغه زیاته کړه« دغه کړۍ داعش پالي او روزي یې او همدا ډله بیا په افغانستان، ایران او روسیه کې د بریدونو پلانوونکي او مسوول وو. د هغه په وینا د پاکستان پوځ دغه ځانګړې کړۍ د نړۍ له نورو سیمو ان اروپا نه داعش پلوي راوستي او په خپله خاوره یې روزي. مجاهد دا هم ویلي، ویل، چې د پاکستان د پوځ دې ځانګړې کړۍ په خپله خاوره کې کوکنار هم کرلي دي. د طالبانو ویاند د جګړې په اړه ویلي، چې د تېرې شپې جګړه یې د قطر په غوښتنه درولې، خو په وینا یې پاکستاني لوري ته یې غاښ ماتونکی ځواب ورکړی دی. د مجاهد په وینا، په دې جګړه کې ۵۸ پاکستاني پوځیان وژل شوي، تر ۳۰ زیات ټپیان، ۲۰ پوستې یې سقوط او ګڼ شمېر وسلې او مهامات طالب ځواکونو تر لاسه کړې دي. دی وايي، د دوی لوري ته هم ۹ تنه وژل شوي او ۱۸ ټپیان دي. د یادونې ده، چې طالبانو پرون ماښام، په هلمند، کندهار، زابل، خوست، پکتیا، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ډېورنډ فرضي کرښې ته پر پاکستاني ځواکونو هممهاله بریدونه وکړل. طالب ویاند وايي، دا بریدونه په کابل او پکتیا کې د پاکستان د هوايي بریدونو په غچ کې تر سره شوي دي. د پاکستان له بریدونو وروسته د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په څرګنده و ویل، له دې وروسته چې څه رامنځ ته کېږي، مسوولیت به یې د پاکستان پر غاړه وي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم په هند کې یوې خبري ناستې ته ویلي و، چې ځینې هېوادونه داعش ساتي او په وینا یې که څوک له افغانانو سره زور وهي، نو له انګرېز، روس او پرونی امریکا او ناټو دې وپوښتي. جمهورخبري آژانس