دا په زړه پورې ده ۰
د هرات ولایت پولیسو اعلان کړی چې دوی د ولایت د یوه اوسېدونکي د وژنې په تړاو د یوې ښځې په ګډون دوه کسان نیولي دي.
هرات کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان د وژنې په تور نیول شوي
د هرات ولایت پولیسو اعلان کړی چې دوی د ولایت د یوه اوسېدونکي د وژنې په تړاو د یوې ښځې په ګډون دوه کسان نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د پولیسو د قوماندانۍ په اعلامیه کې دویل شوي چې دغو دوو کسانو څو ورځې وړاندې د هرات یو اوسېدونکی وژلی و او بیا له سیمې تښتېدلی و.

د دوی د نیولو عملیات د تښتونې د جرمونو د څېړنې د څانګې د کارکوونکو لخوا د هرات ښار په شاوخوا کې د برېښنايي جرمونو د څېړنې د څانګې په همکارۍ ترسره شوي وو.

د پولیسو په وینا، نیول شویو کسانو د څېړنو په ترڅ کې د وژنې اعتراف کړی دی.

د لومړنیو څېړنو له بشپړولو وروسته، د دوی قضیه د قضايي او قانوني تعقیب لپاره اړوندو ادارو ته لیږل شوې ده.

که څه هم پولیسو د وژنې د انګېزې یا د قرباني د هویت په اړه جزئیات نه دي خپاره کړي، خو سیمه ییزې سرچینې وايي چې څېړنې روانې دي.

جمهورخبري آژآنس
https://jomhornews.com/vdcaein6a49nao1.hxk4.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته