دا په زړه پورې ده ۰
 د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوریزه لړۍ په دویمه لوبه کې هم بنګله دېش ملي لوبډلې ته د ۸۱ منډو په توپیر ماته ورکړه.
افغانستان په دویمه پنځوس اوریزه لوبه کې بنګله دېش ه ماته ورکړه
 د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوریزه لړۍ په دویمه لوبه کې هم بنګله دېش ملي لوبډلې ته د ۸۱ منډو په توپیر ماته ورکړه.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبه چې نن شنبې د (تلې ۱۷ مه) د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې پیل شوه، افغانستان د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه پيل کړ.
 
افغان لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۱ منډې هدف کېښود، چې ۹۵ منډې په کې یوازې ابراهیم ځدراڼ وکړې.
 
محمد نبي او الله محمد غضنفر هر یوه ۲۲ منډې وکړې، خو له رحمت پرته چې خوږ شو، نور لوبغاړي یو په بل پسې ژر ژر وسوځېدل.
 
ویشتنځای یا پیچ آسانه نه وه، همغه وو، چې د لوبې په دویمه پاڼې کې افغان توپ اچوونکو بنګالۍ لوبډله سخت را ګیر کړه.
 
بنګالۍ لوبډلې د لوبې په ۲۸ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ایله ۱۱۰ منډې وکړې او دغه لوبه یې د ۸۱ منډو او ۱۲ اورونو په توپير افغان لوبډلې ته وبایلله.
 
په توپ اچونه کې راشد په ۸.۴ اورونو کې پنځه بنګالي لوبغاړي، عزمت الله عمرزي په ۷ اورونو کې د ۳۲ منډو په ورکړې سره درې او نګیال خروټي په ۷ اورونو کې د ۲۲ منډو په ورکړې سره یو لوبغاړی وسوځاوه.
 
د لوبې غوره لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ شو او د لوبې بدلونونکی لوبغاړی بیا راشد خان شو، چې دواړو ډالۍ هم تر لاسه کړې.
 
د یادونې ده، چې افغانستان تر دې دوه ورځې وړاندې لومړۍ لوبه هم ګټلې وه او په دې سره یې رونه لوبلړۍ دوه صفر له بنګله دېش څخه وګټله.
 
د افغانستان او بنګله دېش درېیمه او وروستۍ لوبه د راتلونکې سه شنبې په ورځ د افغانستان پر وخت د مازیګر په څلور نیمو بجو پیلېږي.

جمهورخبري آژانس
 
 
 
https://jomhornews.com/vdcezp8zejh8voi.r6bj.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته