دا په زړه پورې ده ۰
په ننګرهار ولایت کې سیمه ییزو طالبانو اعلان وکړ چې یو کس خپل ورور او وراره د ځمکې پر سر په کورنۍ شخړه کې وژلي دي.
په ننګرهار ولایت کې یو کس ورور او وراره ووژل
په ننګرهار ولایت کې سیمه ییزو طالبانو اعلان وکړ چې یو کس خپل ورور او وراره د ځمکې پر سر په کورنۍ شخړه کې وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ننګرهار کې د طالبانو د پولیسو د قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد نن چهارشنبې  (د وږي ۱۹مه) وویل چې دا شخړه نن سهار شاوخوا ۹ بجې د روداتو ولسوالۍ په "غلجایه" کلي کې د دوو وروڼو ترمنځ رامنځته شوه.

هغه څرګنده کړه چې لومړی د ځمکې پر سر دواړو وروڼو لفظي شخړه وکړه او بیا یو ورور خپل ورور او وراره په ډزو ووژل.

د ننګرهار ولایت د پولیسو د قوماندانۍ ویاند وویل چې بریدګر له سیمې تښتېدلی دی.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcc4pqsm2bq448.5ja2.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته