د ایران استخباراتي ځواکونو د هیواد په البرز ښار کې د موساد دوه جاسوسان نیولي دي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ایراني رسنیو د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵ مه) راپور ورکړ چې د هیواد استخباراتي ځواکونو د ایران په البرز کې د موساد دوه جاسوسان نیولي دي. د ایران استخباراتي ځواکونو د البرز په سواجبلاغ ولسوالۍ کې د موساد دوه نفوذي کسان ونیول. دا کسان د سواجبلاغ په یوه ټیم هاوس کې بمونه، چاودیدونکي توکي، د بوبي جالونه او بریښنایی تجهیزات جوړول. د یادونې وړ ده چې ایران دوه اسراییلي جاسوسان نیولي دي پداسې حال کې چې اشغالګر رژیم دمخه ادعا کړې وه چې د ایران په خاوره کې د ډرون جوړولو فابریکه لري. جمهورخبري آژانس