د هلمند ولایت په بهرامچه ولسوالۍ کې، چې د دواړو هېوادونو پولې ته نږدې ده، د طالبانو او پاکستاني سرتېرو ترمنځ وسله والې نښتې پیل شوې او په وقفه يي ډول دوام لري.
دا نښتې وروسته له هغه رامنځته شوې چې طالبانو د حاجي آریان په کلي کې د امنیتي پوستې د جوړولو هڅه وکړه.
د جمهور اژانس په وینا، د سیمه ییزو سرچینو په حواله، د طالبانو او پاکستاني سرتېرو ترمنځ وسله والې نښتې د پنشنبې په سهار،د غبرګولي ۷ مه هلمند ولایت په بهرامچه ولسوالۍ کې پیل شوې. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، نښتې هغه وخت زیاتې شوې کله چې طالب ځواکونو هڅه وکړه چې د سرحدي کرښې ته نږدې، د حاجي آریان په کلي کې یو کانټینر انتقال کړي، ترڅو امنیتي پوسته جوړه کړي.
ځایي سرچینې وايي چې پاکستاني ځواکونو د طالبانو دې اقدام ته ځواب ورکړ او پر هغوی یې ډزې وکړې.
د پیښې وروسته، دواړو خواوو د سپکو او درنو وسلو کارولو ته مخه کړه، او د حاجي آریان کلي او کوه الله اکبر په سیمه کې وقفه يي نښتې دوام لري.
د راپورونو له مخې، طالبانو ملکي وګړو ته امر کړی چې د خپل ژوند لپاره له سیمې ووځي.
په هرصورت، د جګړې له ځای څخه خپاره شوي ویډیوګانې او انځورونه ښیي چې د طالبانو زغروال ټانکونه د ملکي کورونو په مینځ کې ځای پر ځای شوي او د پاکستان په سرحدي پوستو ډزې کوي.
تر اوسه پورې، په جګړه کې د مرګ ژوبلې یا زیان په اړه رسمي راپورونه نه دي خپاره شوي، او هیڅ لوري په دې اړه کوم بیان نه دی خپور کړی.
سیمه ییزې سرچینې وايي چې په سیمه کې وضعیت اوس هم کړکیچن دی او نښتې روانې دي.
جمهورخبري آژانس