۰

ډبلیو ایچ او: د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې مو پر روغتیايي مرکزونو توکي ویشلي

پنجشنبه ۸ جوزا ۱۴۰۴ ساعت ۱۰:۰۳
د روغتیا نړیوال سازمان ( ډبلیو ایچ او ) پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یې پر روغتیايي مرکزونو ۱۹۴ قلمه روغتیايي توکي ویشلي دي.
ډبلیو ایچ او: د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې مو پر روغتیايي مرکزونو توکي ویشلي
د روغتیا نړیوال سازمان ( ډبلیو ایچ او ) پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یې پر روغتیايي مرکزونو ۱۹۴ قلمه روغتیايي توکي ویشلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په بیان کې راغلي چې دا مرستې د اروپايي ټولنې په ملاتړ چمتو شوې دي. روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې دا توکي د سرطان د تشخیص، د مایکروبیولوژۍ او بایوکیمیکل ازمایښتونو ترسراوي لپاره اړین دي.

د یاد سازمان په خبره، داسې مرستې د ازمايښت‌ځایونو وړتیا لوړوي او د روغتیايي خدماتو کیفیت ښه کوي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته په افغانستان کې د ۴۲۰ روغتیايي مرکزونو خدمات وځنډېدل چې له کبله یې زرګونه کسان له روغتیايي خدماتو بې برخې شوې دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي