ډبلیو ایف پي: افغانستان کې څه باندې ۴میلیونه مېندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي

8 جوزا 1404 ساعت 10:01

د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي ) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې څه باندې څلور میلیونه مېندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي. سرچینې ویلي، د دغو مېندو له ډلې ځینې یې د روغتیا نړیوال سازمان په ملاتړ تر درملنې لاندې دي. له دې وړاندې هم خوړو نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و چې ښايي په ۲۰۲۵ کال کې ۳.۵ میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» د راپور له مخې، دا شمېر د تېرو څلورو کالو پرتله ډېر شوی دی. اوچا او خوړو نړیوال پروګرام د دغه وضعیت لامل بېوزلي او د خوړو نه خوندیتوب په ګوته کړی دی.


د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي ) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې څه باندې څلور میلیونه مېندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، د دغو مېندو له ډلې ځینې یې د روغتیا نړیوال سازمان په ملاتړ تر درملنې لاندې دي. له دې وړاندې هم خوړو نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و چې ښايي په ۲۰۲۵ کال کې ۳.۵ میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» د راپور له مخې، دا شمېر د تېرو څلورو کالو پرتله ډېر شوی دی. اوچا او خوړو نړیوال پروګرام د دغه وضعیت لامل بېوزلي او د خوړو نه خوندیتوب په ګوته کړی دی.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 182655

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182655/

جمهور
  https://www.jomhornews.com