۰

ملي موزیم کې د رغنیزو او ترمیماتي پروژو چارې پیل شوې

پنجشنبه ۸ جوزا ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۵۸
د ملي موزیم مسوولین وایي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتو د علمي، فرهنګي او تعلیمي سازمان په مالي ملاتړ د ملي موزیم د څو رغنیزو او ترمیماتي پروژو چارې پيل شوې دي.
ملي موزیم کې د رغنیزو او ترمیماتي پروژو چارې پیل شوې
د ملي موزیم مسوولین وایي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتو د علمي، فرهنګي او تعلیمي سازمان په مالي ملاتړ د ملي موزیم د څو رغنیزو او ترمیماتي پروژو چارې پيل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سرچینې د مالوماتو له مخې په دغو پروژو کې د اوبو ذخیرې بیارغونه، د زړو او تاریخي وسایطو او موټرو لپاره د ځانګړي نندارتون جوړول، د تاریخي آثارو نندارې د صالونونو ترمیم، د اوبو رسونې سیسټم ترمیم، د برېښنا شبکې اصلاح او نورې برخې شاملې دي چې د څه باندې ۱۴۸ زره امریکایي ډالرو په ارزښت، د جهان له ساختماني شرکت سره قرارداد شوې دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي