رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا یوې تجارتي محکمې په یوه قاطع حکم سره د هغو تعرفو د پلې کېدو مخه نیولې، چې ډونالډ ټرمپ غوښتل د واشنګټن د سوداګریزو شریکانو پر وارداتو یې وضع کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې محکمې ویلي، ټرمپ په دې اقدام کې له خپلو قانوني صلاحیتونو څخه اوښتی دی.
راپور له مخې د نړیوالې سوداګرۍ محکمې په خپل حکم کې ویلي، د امریکا اساسي قانون د نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ تنظیم واک یواځې کانګرس ته ورکړی دی او دا صلاحیت نشي کولای د ولسمشر د اضطراري صلاحیتونو تر سیوري لاندې د امریکا د اقتصاد د ساتنې په نوم تر پښو لاندې شي.
جمهورخبري آژانس