د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې تېر کال یې کروندګرو ته د وچکالۍ او اوبو او هوا سره سم د غنمو څلور نوي ډولونه وړاندې کړي، چې ښه حاصلات يې ورکړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کرنیزو او مالدارۍ څېړنو انستیتوت مسولین وایي، سږ کال هم پلان لري د لوبیا، حبوباتو او سبزیجاتو په برخه کې د نويو اصلاح شويو تخمونو ډولونه کروندګرو ته په واک کې ورکړي.
د مسولینو په خبره، تېر کال د سلو کرنیزو تجربو په ترسره کولو سره کروندګرو ته سل ټنه بېلابېل مورني تخمونه هم ورکړل شوي او سږ کال به دا کچه تر ۱۵۰ ټنو پورې ورسېږي.