شهباز شریف: د هند له‌خوا پاکستان ته د اوبو بندولو خبره ناشونې ده

8 جوزا 1404 ساعت 9:53

د راپورونو له مخې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو وار بیا ټینګار کړی، چې پاکستان تل په سیمه کې سوله غواړي او که هند له خپلې خوا همکاري او اخلاص وښيي؛ نو چمتو دی چې له هند سره د خبرو لپاره کېني.


د راپورونو له مخې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو وار بیا ټینګار کړی، چې پاکستان تل په سیمه کې سوله غواړي او که هند له خپلې خوا همکاري او اخلاص وښيي؛ نو چمتو دی چې له هند سره د خبرو لپاره کېني.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي یو وار بیا ویلي، چې هند د سند د اوبو له تړون څخه د وسلې په توګه کار اخلي.

هغه ویلي، د هند له‌خوا پاکستان ته د اوبو بندولو خبره ناشونې ده او دوی به هیڅ کله د دې اجازه ورنه کړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 182651

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182651/

جمهور
  https://www.jomhornews.com