طالبانو ډلې اعلان کړی چې د دې ډلې د افغان سرې میاشتې پلاوی د SHAPE پروګرام (د ټولنیز روغتیا، عامه پوهاوي، بیړني بشري مرستې او اقتصادي پیاوړتیا له لارې د زیان منونکو او اړمنو خلکو ملاتړ) د ارزونې لپاره ترکیې ته تللی دی.
د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو ډلې د افغان سرې میاشتې مرستیال او د دې سازمان عمومي منشي مولوي عبداللطیف ثابت د SHAPE پروګرام (د ټولنیز روغتیا، عامه پوهاوي، بیړني بشري مرستې او اقتصادي پیاوړتیا له لارې د زیان منونکو او اړمنو خلکو ملاتړ) د ارزونې لپاره د ترکیې استانبول ته سفر کړی دی.
طالبانو ویلي چې دا سفر د FCDO (د برتانیا د بهرنیو چارو، مشترک المنافع او پراختیا دفتر) په بلنه ترسره شوی، ترڅو د دې پروګرام اوسنی حالت، لاسته راوړنې او ننګونې و ارزوي او د راتلونکو کلونو لپاره د اغیزمن پلان د ډیزاین په اړه بحث او اړینې پریکړې وکړي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې افغاني سرې میاشتې ټولنه د SHAPE پروګرام له لارې اړمنو کورنیو ته خواړه، خیمې، کمپلې او طبي توکي ویشي.
دا اداره د عاید سرچینو رامینځته کولو لپاره مسلکي او تخنیکي مهارتونو لرونکو اشخاصو ته نغدي مرسته هم چمتو کوي.
دا اداره د ټولنیز ګډون، عامه پوهاوي او د ځوانانو ترمنځ د مشرتابه وړتیاو پیاوړتیا کې هم مهم رول لوبوي.
جمهورخبري آژانس