د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر مرات نورتلیف سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر مرات نورتلیف سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې خبرو کې د دوهاړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا، او د ډیپلوماتیکو اړیکو د لوړوالي پر موضوعاتو بحث شوی. متقي قزاقستان د سیمې مهم هېواد بللی او پر ګډو همکاریو یې ټینګار کړی دی. ورتهمهال نورتلیف ژمنه کړې، چې ډېر ژر به کابل ته رسمي سفر وکړي او د تورغنډۍ–هرات رېلپټلۍ جوړولو لپاره به ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي. دواړو لورو ژمنه کړې، چې اړیکې زیاتې کړي او د دواړو هېوادونو ټیمونه به په کابل او استانه کې کار ته دوام ورکړي. جمهورخبري آژانس