دا په زړه پورې ده ۰
د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي، سیف محمد خلفان او مل پلاوي یې د اوسپنې پټلۍ له مرستیال، محمد اسحاق صاحبزاده سره کتلي دي.
خلفان: عرب سوداګر به افغانستان کې پانګونې ته وهڅوو
د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي، سیف محمد خلفان او مل پلاوي یې د اوسپنې پټلۍ له مرستیال، محمد اسحاق صاحبزاده سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه کتنه کې دواړو لورو د اوسپنې پټلۍ اړوند د وروستیو پرمختګونو، دوه اړخیزو همکاریو او ګڼو نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

په دغو خبرو کې د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي، سیف محمد خلفان ژمنه کړې چې هڅه به کوي چې عرب سوداګر د افغانستان د وسپنې پټلۍ برخه کې پانګونې ته را جلب کړي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcenw8zxjh8v7i.r6bj.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته