دا په زړه پورې ده ۰
د کاپیسا ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د کورنیو تولیداتو نندارتون د یاد ولایت د مرستیال والي شیخ اسدالله سینان ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پلاوي او د کاپیسا یوشمېر سیمه ییزو مسوولینو په شتون کې پرانیستل شوی دی.
کاپیسا؛ د کورنیو تولیداتو ۳ ورځنی نندارتون پرانیستل شوی
د کاپیسا ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د کورنیو تولیداتو نندارتون د یاد ولایت د مرستیال والي شیخ اسدالله سینان ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پلاوي او د کاپیسا یوشمېر سیمه ییزو مسوولینو په شتون کې پرانیستل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نندارتون په ۲ جلاجلا برخو کې د نارینه اوښځینه وو لپاره جوړ شوی چې په دواړو برخو کې ۵۲ غرفې ایښودل شوې دي. په دې نندارتون کې د روغتیا، کرنې او لاسي صنایعو په برخو کې کورني تولیدات نندارې ته واندې شوي دي.

د یادونې وړده، چې دغه نندارتون به ۳ ورځې دوام وکړي.

جمهورخبري آژانس
 
 
https://jomhornews.com/vdccxsqso2bq448.5ja2.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته