دا په زړه پورې ده ۰
د کندهار ولایت د ټرانسپورټ او هوايي چلند ریاست مسولین وایي، چې د کندهارـ هرات نوی ترمینل به پر شاوخوا ۱۴۲ جریبه ځمکه جوړ شي.
د کندهارـ هرات ترمینل پر شاوخوا ۱۴۲ جریبه ځمکه جوړېږي
د کندهار ولایت د ټرانسپورټ او هوايي چلند ریاست مسولین وایي، چې د کندهارـ هرات نوی ترمینل به پر شاوخوا ۱۴۲ جریبه ځمکه جوړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره اوس د یاد ترمینل د څلورو خواو دیوالونو چارې پر بشپړیدو دي. د کندهار ټرانسپورټ او هوایې چلند ریاست مطبوعاتې مسول مولوي عصمت الله عاصم وایي، ددغه ترمینل ساختمانې چارې به هم ډېرې ژر پیل شي او د جوړېدو چارې به یې د یونیم کال په موده کې بشپړې شي.

د کندهار هرات ترمینل پروژې مسولین وایي، خوښ دې چې په هیواد کې پر داسې پروژو کارونه کوي، چې زیات شمیر کسانو ته ګټه رسیږي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcbg8b8wrhbwwp.q3ur.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته