په داسې حال کې چې د طالبانو رژیم د هیواد د اقتصاد په اداره کولو کې پاتې راغلی، چې له یو نیم ملیون څخه زیاتو افغان کارګرانو ته یې د بې کارۍ لامل شوی، د کارګرانو ملي اتحادیه بهرنیو هیوادونو ته د کارګرانو د لیږلو هڅې اعلانوي. خو ایا دا ژمنې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د اقتصادي بحران د ژورو ټپونو لپاره مرهم کېدای شي؟










