دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو د اقتصاد وزارت ویلي، چې د امریکا د پراختیايي ادارې ۸۳ سلنې بودجې لغوه کول به اړمنو ته پر مرستو رسولو منفي اغېز وکړي.
اقتصاد وزارت: له بشرپالو پروګرامونو باید سیاسي ګټه وانخیستل شي
د طالبانو د اقتصاد وزارت ویلي، چې د امریکا د پراختیايي ادارې ۸۳ سلنې بودجې لغوه کول به اړمنو ته پر مرستو رسولو منفي اغېز وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب ټینګار کړی، چې له بشر پالو پروګرامونو باید سیاسي ګټه وانخیستل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې هره ورځ د بېلابېلو بنسټونو له لوري د افغانستان د بشري ناورین، بې وزلۍ او اقلیمي بدلونونو په تړاو اندېښنې څرګندېږي.

د امریکا د نړۍوالې پراختیا اداره له ۶۳ کلونو راهیسې له نورو هیوادونو سره بشري او پرمختیایي مرستې کوي او په ډیری نړیوالو پروژو کې یې رغنده رول لوبولی دی.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcgzz9qtak9774.1gra.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته