دا په زړه پورې ده ۰
د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت له کانونو څخه تازه استخراج شوي ۱۵ زره ۵۵۲ قیراطه زمرد د ۳۲۸ زره ۹۵۰ ډالرو په ارزښت د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.
د پنجشېر ۱۵ زره او۵۵۲ قیراطه نور زمرد وپلورل شول
د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت له کانونو څخه تازه استخراج شوي ۱۵ زره ۵۵۲ قیراطه زمرد د ۳۲۸ زره ۹۵۰ ډالرو په ارزښت د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري ویلي چې دا داوطلبۍ د کانونو د څارنې کمېټې، سیمه ‌ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې په شفافه او عادلانه توګه ترسره شوې ده.

په ورته وخت کې دوو هندي سوداګرو د پنجشېر له والي محمد اغا حکیم سره کتلي او د یاد ولایت په کانونو کې یې د پانګونې طرحه وړاندې کړې ده.

د پنجشېر والي د دغو طرحو هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی، چې د ولایت اداره د کورنیو او بهرنیو پانګوالو هر اړخیز ملاتړ ته چمتو ده.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcdzz0ffyt0jj6.lb2y.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته