هغه زیاته کړه چې د مالي مرستو بندول به په افغانستان کې له یو ملیون څخه زیاتو ماشومانو ته زیان ورسوي. روزا اوتونبایوا افغانستان ته د اسلامي هېوادونو د پلاويو سفر او په اسلام اباد کې د اسلامي همکارۍ سازمان غونډې ته په اشارې سره وویل چې د اسلامي هېوادونو د چارواکو سپارښتنې د طالبانو لپاره بې اغیزې وې.
هغه وویل چې طالبانو د بشري حقونو په برخه کې هیڅ ډول امتیاز نه دی ورکړی، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره، او د طالبانو فرمانونه په اسلام کې هیڅ ریښه یا اساس نه لري.
هغه وايي چې که څه هم په افغانستان کې د ښځو د مړینې کچه په نړۍ کې تر ټولو لوړه ده، خو طالبانو د تیر کال په دسمبر کې د نجونو پر طبي ادارو کې د تګ بندیز اعلان کړ.