دا په زړه پورې ده ۰
د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې د امو سیند تحکیماتو پروژې اتم لاټ چارې پيل شوې.
د تخار په درقد کې د امو سیند څنډو د تحکیماتو کار پیل شو
د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې د امو سیند تحکیماتو پروژې اتم لاټ چارې پيل شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال ختيځ زون کې د امو سيند دتحکيماتو رییس سید غلام مشواڼی وايي، په دې پروژې ۶۵ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت لخوا تمويلېږي او په ۱۱ مياشتو کې به يې چارې بشپړې شي.

د تخار درقد ولسوالۍ اوسېدونکي د دې سترې پروژې چارو په پيليدو خوښي ښيي او وايي، چې د چارو په بشپړيدو سره به په دې ولسوالۍ کې د زرګونه زره جريبه کرنيزو ځمکو او د استوګنو کورنو د تخريب مخه ونيول شي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcamwn6649naw1.hxk4.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته