دا په زړه پورې ده ۰
د تاجکستان د بهرنیوچارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسن سره د افغانستان پر مسایلو خبرې کړې دي.
تاجکستاني چارواکو له توماس نیکلاسن سره د افغانستان پر تړاو خبرې کړې
د تاجکستان د بهرنیوچارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسن سره د افغانستان پر مسایلو خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، چې دواړو لورو په دې کتنه کې د افغانستان د روانو پرمختګونو او د ګواښونو او ننګونو پر وړاندې د مقابلې لپاره د ګډو همکاریو په اړه خبرې کړې.

سرچینې زیاته کړې، چې د تاجکستان او اروپايي ټولنې ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پراختیا او د دوه اړخیزو اړیکو راتلونکې د دې خبرو نور موضوعات وو.

تاجکستان په افغانستان کې د سرپرست حکومت له بیاواکمنېدو وروسته د سیمې هغه هېواد دی چې له سرپرست حکومت سره یې نژدې اړیکي نه دي ټينګ کړي.

جمهورخبري آژآنس
 
https://jomhornews.com/vdciw3azrt1ay32.k6ct.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته