دا په زړه پورې ده ۰
د کابل ښاریانو د طالبانو ډلې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په دروازه کې د یوې زورورې چاودنې خبر ورکړ.
د طالبانو د ګډوالو وزیر په یوه چاودنه کې و وژل شو
د کابل ښاریانو د طالبانو ډلې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په دروازه کې د یوې زورورې چاودنې خبر ورکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له کابل څخه یوې سرچینې جمهور خبري اژانس ته ویلي، چې نن چهارشنبه (د لیندۍ ۲۱مهد ) له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په دروازه کې چاودنه شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ نن له غرمې مخکې د کډوالو چارو وزارت په جومات کې د چاودنې په پایله کې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني وژل کېدل تایید کړل.

الجزیرې تلویزون هم د خپلو سرچینو په حواله د خلیل الرحمن حقاني مړینه تایید کړې ده.

خلیل الرحمن حقاني د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني تره وو.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcf0cdyew6deta.,ziw.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته