دا په زړه پورې ده ۰
د نیمروز ولایت ځایي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د مرکز زرنج ښار له بېلا بېلو سیمو څخه یې پرنشه يي توکو ۱۱۰ روږدي کسان راټول کړي دي.
نیمروز کې په نشه یي توکو ۱۱۰ روږدي کسان راټول شوي
د نیمروز ولایت ځایي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د مرکز زرنج ښار له بېلا بېلو سیمو څخه یې پرنشه يي توکو ۱۱۰ روږدي کسان راټول کړي دي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې دغه روږدي کسان د نیمروز د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې مدیریت د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ د زرنج ښار له بېلا بېلو سیمو څخه راټول او د درملنې په موخه زر بستریز کلینیک ته ورپېژندل شوي، چې له بشپړې درملنې وروسته به بیرته خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

د يادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په یاد ولایت کې په نشه یي توکو لسګونه اخته کسان راټول او له درملنې وروسته یې خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcaaan6o49n0u1.hxk4.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته