د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښوودلې ده. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې د ګڼو مسایلو تر څنګ د ښځينه وو د حقونو او د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو په تړاو اندېښنه لري. سرچینې زیاته کړې، نوي افغان حکومت ته په کار ده چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د نجونو د کار او زده کړو په تړاو پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د اقتصادي، امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې او وايي، پر ملکي وګړو وروستي بریدونه هم په کلکو ټکو غندي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یونما دفتر ته دنده سپارلې چې د افغانستان وضعیت له نږدې وڅاري، له ټولو مسوولو کسانو سره په اړیکه کې وي او د هر ډول بدلون په اړه ژر تر ژره ملګرو ملتونو او عمومي منشي ته معلومات ورکړي. جمهورخبري آژانس:کابل