د سپنې ماڼۍ د معلوماتو له مخې ټرمپ خپلو قوماندانو ته ویلي، چې په افغانستان او پاکستان دواړو کې د ترهګرو د مرکزونو پر ضد عملیات وکړي او له منځه یې یوسي.
خو د سپينې ماڼې دغه څرګندونو د پاکستان غبرګون راپارولی او د دغه هېواد دفاع وزیر خرم دستګیر ویلي امریکا نه شي کولای د پاکستان په خاوره کې عملیات او بریدونه وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې له خپل هېواده دفاع کوي او امریکا دا حق نه لري، چې د پاکستان په خاوره کې بریدونه وکړي.
د پاکستان دفاع وزیر له امریکا غوښتي چې د پاکستان استقلال ته درناوی وکړي.
سپینه ماڼۍ پر داسې مهال په پاکستان کې هم د ترهګرو د مرکزونو د په نښه کولو خبره کوي، چې امریکايي دیپلوماتان وايي که امریکا په رښتیا غواړي ترهګر له منځه یوسي نو پر پاکستان دې فشار ډېر کړي.
افغانستان او پاکستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر تازه ویلي، چې پر پاکستان د مرستو بندل دغه هېواد د ترهګرو له ملاتړه نه شي راګرځولی، بلکې امریکا باید په پاکستان کې د ترهګرو پر ضد عملیات وکړي او هغوی له منځه یوسي.