په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، د اسلام آباد او کابل له همکارۍ پرته د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه چې ګډ دښمن دی امکان نه لري.
په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، د اسلام آباد او کابل له همکارۍ پرته د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه چې ګډ دښمن دی امکان نه لري.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې زاخېلوال د پاکستان د جیو نیوز خبري شبکې په یوه خپرونه کې و ویل، چې که کابل او اسلام آباد یو له بل سره همکاري وکړي د ترهګرۍ پر وړاندې مقابله کولای شي.
نوموړي و ویل، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په دې اړه خبرې، پرېکړې او توافقات صورت نیسي اما دا بسنه نه کوي او باید د تروریزم د ریښو ایستلو له پاره جدي اقدامات وشي.
زاخېلوال زیاته کړه هغه کسانو چې په کانټنینټل هوټ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، غیر نظامي و او د پاکستان له پاره یې هم خدمت کولو، په دې اساس دغه ترهګریز برید دواړو هېوادونو ته زیان ورسولو.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې پاکستان د امریکا تر ډېر فشار لاندې دی او امریکايي چارواکي وايي که دغه هېواد د ترهګرو له ملاتړه لاس وانخلي له نورو فشارونو سره به هم مخ شي.