دا په زړه پورې ده ۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د کابل د وروستي برید په غبرګون کې ویلي هغه هېوادونه چې د ترهګرو ملاتړ کوي او خوندي ځایونه ورکوي، نور د زغم وړ نه دي.
د ترهګرو ملاتړي هېوادونه نور د زغم وړ نه دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د کابل د وروستي برید په غبرګون کې ویلي هغه هېوادونه چې د ترهګرو ملاتړ کوي او خوندي ځایونه ورکوي، نور د زغم وړ نه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رکس ټېلرسن د کابل د تېرې ورځې برید غندلی او زیاته کړې یې ده، چې د طالبانو پر ضد باید پرېکده ګامونه واخستل شي.

نوموړي ویلي، هغه هېوادونه چې په افغانستان کې له سولې ملاتړ کوي، بايد د طالبانو پر ضد پرېکنده اقدامات وکړي او نور هغه هېوادونه چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او هغوی ته یې پناه ځایونه ورکړي د زغم وړ نه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن وایي، طالبانو په ځانمرګي بريد کې د امبولانس کارولو سره د بشر ضد کړنه ترسره کړې ده.

که څه هم نوموړي د کوم هېواد نوم وانخیست خو په دې وروستیو کې امریکا پاکستان له ترهګرو ډلو پر ملاتړ تورن کړی او له همدې امله یې ۲ میلیارده ډالره مرسته هم پرې دې هې،اد درولې ده.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 
 
https://jomhornews.com/vdcbagb8frhbgwp.q3ur.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته