د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کابل کې شوی موټر بم ځانمرګی برید چې په کې ۲۵۳ تنو مرګ ژوبله اوښتې په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو نه بښوونکی عمل بللی دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کابل کې شوی موټر بم ځانمرګی برید چې په کې ۲۵۳ تنو مرګ ژوبله اوښتې په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو نه بښوونکی عمل بللی دی.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید تېره ورځ شنبې د سلواغې ۷مه د صدارت څلورلاري سره د کورنیو چارو وزارت زړې ودانۍ او د سولې عالي شورا دفتر ته نېږدې رامنځ ته شو.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په برید کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ نور ټپیان شوي دي، خو غیر رسمي معلومات ښيي، چې په برید کې تر دې هم زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.