د عمان پاچا ۳۳ افغان بندیان بخښلي دي

26 سنبله 1404 ساعت 20:25

په عمان کې د طالبانو سفارت اعلان کړی چې د هغه هیواد پاچا د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د زوکړې په مناسبت ۳۳ افغان بندیان بخښلي دي.


په عمان کې د طالبانو سفارت اعلان کړی چې د هغه هیواد پاچا د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د زوکړې په مناسبت ۳۳ افغان بندیان بخښلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په عمان کې د طالبانو د سفارت د رسنیو دفتر نن، چهارشنبې (د وږي ۲۶ مه) په یوه بیان کې وویل چې د عمان پاچا هیثم بن طارق د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د زوکړې په مناسبت ۳۳ افغان بندیان بخښلي دي.

په بیان کې ویل شوي چې دا بندیان، چې په مختلفو وختونو کې په هغه هیواد کې بندیان وو، ډیر ژر به خپل هیواد ته راستانه شي.

په عمان کې د طالبانو سفارت د عمان له سلطان څخه د دې بشري اقدام له امله مننه وکړه او ویې ویل چې دا ډول اقدامات به د طالبانو او عمان ترمنځ د دوستانه او دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا کې مثبت رول ولوبوي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 186140

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/186140/

جمهور
  https://www.jomhornews.com