کرکټ: افغانستان نن له بنګله دېش سره لوبه لري

25 سنبله 1404 ساعت 9:43

د کریکټ اسیایي جام سالیو په لړ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن سه شنبې د وږي ۲۵ مه له بنګله دیش سره مخ کېږي.


د کریکټ اسیایي جام سالیو په لړ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن سه شنبې د وږي ۲۵ مه له بنګله دیش سره مخ کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې لوبه د کابل په وخت ماښام ۷ بجې د دوبۍ په شیخ زاید لوبغالي کې ترسره کیږي.

د افغانستان کریکټ بورد لیکلي چې لوبډلې یې د نننۍ لوبې لپاره د چمتوالي تمرینونه بشپړ کړي دي.

افغانستان په دې جام کې مخکې له هانک کانګ نه یوه لوبه په لوی توپیر ګټلې او نن یې په دې جام کې دویمه لوبه ده.

بنګله دیش بیا دې جام کې تراوسه دوه لوبې کړي چې سریلانکا ته یې بایللې، خو له هانک کانګ څخه یې ګټلې ده.

دا لوبه د افغانستان او بنګله دېش لپاره برخلیک ټاکوونکې ده، که یې افغانستان ګټي نو دویم پړاو ته تګ یې یعقیني کېږي او که بنګله دېش یې بایلي، نو له دې جام څخه به وځي.

جمهورخبري آژانس
 
 


د مطلب کود: 186066

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/186066/

جمهور
  https://www.jomhornews.com