په کندهار پوهنتون کې د زرو زده کوونکو لپاره یوه لیلیه فعاله شوې ده

23 سنبله 1404 ساعت 13:37

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د کندهار پوهنتون کې د زرو زده کوونکو لپاره د یوې لیلیې د فعالولو اعلان وکړ.


د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د کندهار پوهنتون کې د زرو زده کوونکو لپاره د یوې لیلیې د فعالولو اعلان وکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نن یکشنبې (د وږي ۲۳ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د کندهار پوهنتون کې د "دار الصالحین" په نوم د زرګونو زده کوونکو لپاره یوه معیاري لیلیه فعاله شوې او کارول کیږي.

لیلیه د اوبو او بریښنا منظم سیسټمونه، په ورځ کې درې خواړه، او د سپورت لپاره یو ځانګړی ځای لري.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 185996

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/185996/

جمهور
  https://www.jomhornews.com