د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې دې ډلې د خصوصي روغتیايي مرکزونو څارنه پیل کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن شنبې (د وږي ۲۲مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د وزارت د طبي شورا د مشر فقیر محمد زیار په مشرۍ د خصوصي روغتیايي مرکزونو د څارنې لپاره یوه کمیټه جوړه شوې او د خصوصي روغتیايي مرکزونو څارنه یې پیل کړې ده.
د دې څارنې موخه د هیواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د کورنیو او بهرنیو ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیايي کارمندانو شتون، د فعالیتونو، تعلیمي اسنادو، جوازونو او د استوګنې اسنادو تنظیمول دي او د سرغړونو په صورت کې به قانوني او اړین اقدامات ترسره شي.
طالبانو ویلي چې د څارنې دا پروسه به له کابل وروسته د هیواد په نورو ولایتونو کې د روغتیا قوانینو د پلي کولو په هدف دوام ومومي او د سرغړونکو پر وړاندې به قانوني اقدام وشي.
جمهورخبري آژانس