د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پلاوی اتریش ته ولاړ

22 سنبله 1404 ساعت 9:55

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینو اتریش ته د دغه وزارت د یوه پلاوي د سفر کولو خبر ورکړی دی.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینو اتریش ته د دغه وزارت د یوه پلاوي د سفر کولو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینو نن شنبې(د وږي ۲۲ مه) رسنیو ته وویل چې د دې ډلې یو پنځه کسیز پلاوی اتریش ته سفر کړی دی.

د دې سفر اصلي موخه د اتریش د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو له چارواکو سره د افغانستان د سیاسي استازولۍ او قونسلګرۍ خدماتو په اړه خبرې کول دي.

طالبانو ویلي چې پلاوی هڅه کوي چې په رسمي غونډو کې د حل لارې ولټوي ترڅو په اروپا کې د افغانستان د سیاسي استازولۍ فعالیتونه تنظیم کړي او په اتریش او نورو اروپایي هیوادونو کې میشتو افغان اتباعو ته قونسلګرۍ خدمات څنګه وړاندې کړي.

د اتریش چارواکو او طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دې سفر په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 185942

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/185942/

جمهور
  https://www.jomhornews.com