طالبانو په پنجشیر کې د دولتي او خصوصي رسنیو خپرونې بندې کړې

20 سنبله 1404 ساعت 16:31

په پنجشیر ولایت کې سیمه ییزو طالبانو په ولایت کې د دولتي او خصوصي رسنیو خپرونې په بشپړ ډول بندې کړې دي.


په پنجشیر ولایت کې سیمه ییزو طالبانو په ولایت کې د دولتي او خصوصي رسنیو خپرونې په بشپړ ډول بندې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پنجشیر ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لیټون د پنشنبې (د وږي ۲۰ مه) وویل چې په ولایت کې د دولتي او خصوصي رسنیو خپرونې په بشپړ ډول بندې شوې دي.

طالبانو وویل چې دا پریکړه نن (پنشنبه) پنجشیر ولایت کې د سیمه ییزو طالبانو په یوه غونډه کې وشوه.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو ډلې مخکې په څو ولایتونو کې د ویډیو خپرونې بندې کړې وې.

پرون په بلخ ولایت کې د ملي تلویزیون خپرونې هم بندې شوې.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 185924

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/185924/

جمهور
  https://www.jomhornews.com