اسلام آباد او دوشنبه له افغانستانه د ترهګرۍ پر ګواښ خبرې کړې

20 سنبله 1404 ساعت 16:25

د افغانستان لپاره د پاکستان او تاجکستان ځانګړو استازو د افغانستان له خاورې څخه د دې هیواد پر وړاندې د ترهګرۍ د ګواښ سره د مبارزې لپاره د ګډ میکانیزم د جوړولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.


د افغانستان لپاره د پاکستان او تاجکستان ځانګړو استازو د افغانستان له خاورې څخه د دې هیواد پر وړاندې د ترهګرۍ د ګواښ سره د مبارزې لپاره د ګډ میکانیزم د جوړولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق نن پنشنبه (د وږي ۲۰مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: په دوشنبه کې، ما د شانګهای د همکارۍ سازمان د افغانستان په اړه د مشورو په څنډه کې د افغانستان لپاره د تاجکستان له ځانګړي استازي، سفیر جنرال خسرو صاحبزاده سره خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه: موږ په سیمه کې د ترهګرۍ د مخ په زیاتیدونکو ننګونو په اړه بنسټیز بحث وکړ او د افغانستان له خاورې څخه د دې ګواښونو سره د مؤثره مبارزې لپاره د ګډې او همغږۍ ستراتیژۍ د جوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې پاکستاني او تاجک چارواکو مخکې د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 185922

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/185922/

جمهور
  https://www.jomhornews.com