د طالبانو د افغان سرې میاشتې ټولنې د سویس څخه د کونړ ولایت زلزله ځپلو ته د ۲۰ ټنه غیر خوراکي توکو د رسولو اعلان وکړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو ډلې د افغان سرې میاشتې ټولنې د رسنیو دفتر نن سې شنبه (د وږي ۱۸مه) په یوه بیان کې وویل چې د سویس پراختیا او همکارۍ دفتر، د کونړ ولایت د زلزله ځپلو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د افغان سرې میاشتې د ناورین د څانګې مشر محمد صالح اخوندزاده ته ۲۰ ټنه غیر خوراکي توکي وسپارل.
آغلې کیس وویل چې هغه هڅه کوي چې په افغانستان کې د هر ډول طبیعي پیښو په صورت کې د قربانیانو اړتیاوې پوره کړي.
هغې دا ژمنه هم وکړه چې دوی به په کونړ کې د زلزله ځپلو د وضعیت د حل او ښه کولو لپاره نورې مرستې هم وکړي.
په دې مرسته کې ۳۱۰ خیمې او ۳۰۰ د ژمنیو جامو کڅوړې شاملې دي چې د کونړ ولایت اغیزمنو کورنیو ته به وویشل شي.
جمهورخبري آژانس