په پخواني حکومت کې د ملي پخلاینې د عالي شورا رییس وايي، احمد شاه مسعود د عدالت او انساني وقار لپاره مبارزه وکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ډاکټر عبدالله عبدالله نن سې شنبې (د وږي ۱۸مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د ملي اتل له شهادت څخه ۲۴ کاله تېر شوي دي. د شهید احمد شاه مسعود نوم د افغانانو د سیاسي او نظامي مبارزو د معاصر تاریخ سره د یو سیاستوال په توګه تړلی دی چې د سولې، آزادۍ او د افغانانو په یووالي باور درلود.
هغه لیکلي: د افغانستان خلک احمد شاه مسعود د یو وفادار، ځان قربانونکي مجاهد، د استقامت سمبول او له تعصب څخه پاک شخصیت په ځانګړتیاوو سره یادوي چې د عدالت او انساني وقار لپاره یې مبارزه کړې، او دوی د وطن د دې ریښتیني زوی بې ساري او تلپاتې لاسته راوړنو ته درناوی کوي.
د یادونې وړ ده چې احمد شاه مسعود د ۱۳۸۰ کال د وږي په ۱۸مه د دوو عرب ترهګرو لخوا چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي وو، د ځانمرګې برید له امله شهید شو.
چاودنه هغه وخت وشوه کله چې دوه کسان د مرکې لپاره د هغه مرکزي دفتر ته لاړل او بم یې په هغه کیمره کې ځای پر ځای کړ چې دوی یې لیږدول.
جمهورخبري آژانس