د یوې قطرۍ وزیرې په مشرۍ پلاوی له زلزله ځپلو سره د مرستې په پار افغانستان ته ورسېد

13 سنبله 1404 ساعت 9:53

د نړیوالو همکاریو په چارو کې د قطر د دولت وزیره ډاکټره مریم بنت علي بن ناصر المسند د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته ورسېده څو د وروستۍ زلزلې قربانیانو ته د دې هېواد مرستې ورسوي.


د نړیوالو همکاریو په چارو کې د قطر د دولت وزیره ډاکټره مریم بنت علي بن ناصر المسند د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته ورسېده څو د وروستۍ زلزلې قربانیانو ته د دې هېواد مرستې ورسوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پلاوی برون چهارشنبې د وږي ۱۲ مه کابل ته رسېدلی دی.

د قطر د بهرنیوچارو وزارت پر خپله ایکس ویلي،  د دې هېواد له خوا د دوو خوځنده روغتونونو، دارو درملو، خیمو او خوړو مرستې په څلور پوځي الوتکو کې کابل ته ورسېدلې او په پام کې ده چې شاوخوا یوولس زره زلزله ځپلو ته ووېشل شي.

د قطر د بهرنیوچارو وزارت له خوا په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې په دوحه کې د طالبانو د حکومت سفیر محمدنعیم او نور طالب چارواکي د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د دریو ښځو په ګډون د قطري پلاوي هرکلی کوي.

د افغانستان په ختیځ کې د یکشنبې ورځې په زلزله کې چې تر ډېره یې کونړ ولایت زیانمن کړ د طالبانو د حکومت د چارواکو په وینا له ۱۴۵۰ ډېر کسان وژل شوي، ۳۴۰۰ نور ټپیان دي او شاوخوا ۶۸۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت مرستیال یا یوناما وايي چې د کونړ د وروستیو زلزلو ځپلو ځینو برخو سره لا هم اړیکه نه ده نیول شوې.

 اندریکا راتواټ، نن پنشنبې  (د وږي ۱۳مه) وویل،  حتی د چورلکو لیږل او په سیمه کې یې ښکته کول، ستونزې شتون لري، او طالبان هم له دې ننګونې سره مخ دي.

د راتواټ په وینا، دې مسلې د ملګرو ملتونو د مرستندویه کارمندانو لپاره د ځواکونو د ځای پر ځای کولو پرمهال یوه لویه ننګونه رامینځته کړې، او اوس مهال د سازمان ۲۰ د بیړني ارزونې ټیمونه سیمې ته لیږل شوي دي.

اندریکا راتواټ وویل: "دا یوه ډیره غرنۍ سیمه ده او د زلزلو، ځمکې ښویدنې، ډبرو د ښوییدو او نورو له امله، په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې د هرچا لاسرسی خورا محدود و."

هغه زیاته کړه چې ملګري ملتونه او نورې ادارې په اغیزمنو سیمو کې د ګرځنده اړیکو، ترمیم او د زیانونو د ارزونې لپاره کار کوي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 185657

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/185657/

جمهور
  https://www.jomhornews.com