د باختري او کوفي دورې پنځه تاریخي اثار د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وسپارل شول

13 سنبله 1404 ساعت 9:35

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د باختري او کوفي دورې پنځه تاریخي اثار د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته د سپارلو اعلان وکړ.


د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د باختري او کوفي دورې پنځه تاریخي اثار د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته د سپارلو اعلان وکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت تېره شپه (د وږي ۱۲ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د باختري او کوفي دورې پنځه تاریخي اثار د لغري قبیلې عبدالباقي یوسفي لخوا د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وسپارل شول.

د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور رییس اخوندزاده مطیع الله متقي وویل چې دولتي ادارو ته د تاریخي اثارو سپارل د کلتوري میراثونو ساتنې لپاره د خلکو ژمنتیا ښیې.

دغه اداره به ټول سپارل شوي تاریخي اثار په معیاري ډول په موزیم کې وساتي ترڅو راتلونکي نسلونه ترې ګټه پورته کړي.

هغه له ښاریانو هم وغوښتل چې تاریخي او کلتوري اثار د ښه ساتنې لپاره د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وسپاري که چیرې دوی یې لري.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 185651

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/185651/

جمهور
  https://www.jomhornews.com