بینټ د ختیځو ولایتونو کې د زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې

10 سنبله 1404 ساعت 12:45

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي د هیواد په ختیځو ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې د قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه.


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي د هیواد په ختیځو ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې د قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي، رچرډ بینټ د دوشنبې په ورځ (وږي ۱۰ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي:«زه د کنړ ولایت کې د ویجاړونکې زلزلې خبر له خوبه راویښ شوم. زه د زیانمنو شویو کورنیو او ټولنو سره خپله خواخوږي څرګندوم او د مرستې رسوونکو کارکوونکو ته د قوت او بریالیتوب هیله کوم.»

د یادونې وړ ده چې د ۶.۰ درجې زلزلې چې تېره شپه د افغانستان ختیځ ته راغله، تر نن سهار پورې پنځه وروسته ټکانونه درلودل.

د امریکا د جیولوژیکي سروې له مخې، لومړۍ زلزله د تېرې شپې په ۱۱:۴۷ بجو د ننګرهار د مرکز جلال آباد شمال ختیځ ته د اته کیلومتره ژوروالي کې وشوه.

څو دقیقې وروسته، تېره شپه ۱۲:۸ بجې، د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ د باسول سیمې څخه ۱۰ کیلومتره شمال لور ته د ۴.۵ درجې زلزله وشوه.

د لومړنیو شمېرو له مخې، په دې زلزله کې له ۲۲۰۰ څخه زیات کسان مړه او ټپیان شوي دي، او ځینې جسدونه لا هم د کنډوالو لاندې بند پاتې دي او د هغوی د ژغورنې هڅې روانې دي.

د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست هم اعلان وکړ چې د لومړنیو شمېرو پر بنسټ، په زلزله کې ۲۶۰ کسان مړه او ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 185556

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/185556/

جمهور
  https://www.jomhornews.com