په خوست او پکتیا ولایتونو کې دوه کسان په وهلو ټکولو ووژل شول

22 اسد 1404 ساعت 15:33

د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې دې ډلې په خوست او پکتیا ولایتونو کې دوه کسان په دورو وهلي دي.


د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې دې ډلې په خوست او پکتیا ولایتونو کې دوه کسان په دورو وهلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو سترې محکمې نن چهارشنبې  (د زمري ۲۲ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې دې ډلې په خوست او پکتیا ولایتونو کې دوه کسان په عام محضر کې به دورو وهلي دي.

زیاته شوه چې دا کسان له ۳۰ څخه تر ۳۹ ځله وهل شوي او له ۱ څخه تر ۳ کلونو پورې په بند محکوم شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبانو په عام محضر کې د خلکو په دورو د وهلو اعلان کوي. تر اوسه پورې طالبانو د بادغیس، غور او فراه په ګډون په مختلفو ولایتونو کې په عام محضر کې څو کسان اعدام کړي او په دورو یې وهلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل وروستي درې میاشتني راپور کې ویلي چې طالبانو په عام محضر کې د خلکو مجازاتو ته دوام ورکړی او په اوونیز ډول یې ټولټان د ۱۸۵ نارینه، ۴۸ ښځې او یو ماشوم په ګډون ۲۳۴ تنه په دورو وهلي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 184986

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/184986/

جمهور
  https://www.jomhornews.com