ذبیح الله مجاهد:

د افغانستان له محکمو څخه د بشري حقونو قوانین لرې شوي دي

19 اسد 1404 ساعت 17:36

د طالبانو ویاند وايي، د جمهوري دورې په جریان کې د بشري حقونو څو قوانین په محکمو کې اضافه شوي وو، خو کله چې دوی واک ته ورسېدل دا قوانین یې لرې کړل.


د طالبانو ویاند وايي، د جمهوري دورې په جریان کې د بشري حقونو څو قوانین په محکمو کې اضافه شوي وو، خو کله چې دوی واک ته ورسېدل دا قوانین یې لرې کړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبې  (د زمري ۱۹مه) وویل چې په یوه هیواد کې اساسي قانون سیاسي اړخ لري او د طالبانو امارت د اسلامي شریعت پر بنسټ حکومتي فعالیتونه ترسره کوي.

هغه وویل چې افغان حکومت له قانوني خلا سره مخ نه دی.

مجاهد زیاته کړې، د طالبانو امارت په محکمو کې پریکړې د فقهي قوانینو پر بنسټ کیږي، او د ډلې د امارت د واکمنۍ سره، فقهي قوانین د پخوا په پرتله ډیر پیاوړي شوي دي.

هغه زیاته کړه چې کله زمینه برابره شي نو د افغانستان په اساسي قانون به هم کار وشي.

د روسیې لخوا د طالبانو امارت په رسمیت پیژندلو ته په اشارې سره، هغه له نورو هیوادونو وغوښتل چې ورته ګامونه پورته کړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 184855

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/184855/

جمهور
  https://www.jomhornews.com