د طالبانو د طبیعي پیښو پر وړاندې د چمتووالي څانګې د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د ناچاودو توکو د کشف او شنډولو اعلان وکړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د طبیعي پیښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې نن یکشنبې (د زمري ۱۹مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د هلمند ولایت د طبیعي پیښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې، د AREA ماین پاکۍ ادارې د QRT-11 چټک غبرګون تخنیکي ټیم په ملاتړ، د ولایت د نهر سراج ولسوالۍ په نهمه ناحیه کې پنځه RPG2 مرمۍ او یو ۸۲ ملي متري راکټ لانچر کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل.
د هلمند ولایت د طبیعي پیښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې چارواکو له خلکو غوښتي چې که چیرې کوم شکمن یا چاودېدونکي توکي وویني نو سمدلاسه له اړوندو چارواکو سره اړیکه ونیسي ترڅو اړین اقدامات وکړي.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو د طبیعي پیښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې اعلان وکړ چې دې ډلې په غزني ولایت کې د ټانک ضد دوه ماین حلقې کشف او شنډ کړې دي.
د ناچاودو مهماتو او ځمکنیو ماینونو شتون د خلکو ژوند ته جدي ګواښونه رامینځته کوي، په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند ته، چې تر ټولو زیان منونکي دي.
ملګرو ملتونو مخکې ویلي وو چې په ۱۲۰۰ مربع کیلومترۍ کې ۴۱۵۸ ماینونه لاهم پاتې دي، چې شاوخوا ۱،۵۳۷ ځایونه یې ګواښلي دي، چې د ملکي وګړو او مرستندویه کارمندانو خوندي تګ راتګ یې له خنډ سره مخ کړی دی.
جمهورخبري آژآنس