په لسو ولایتونو کې له ۳۷۰۰۰ جریبه څخه زیاته دولتي ځمکه بیرته راګرځول شوې

19 اسد 1404 ساعت 10:42

د طالبانو د عدلیې وزارت د هیواد په لسو ولایتونو کې د ۳۷۰۰۰ جریبه څخه زیاته دولتي ځمکه بیرته راګرځولو اعلان وکړ.


د طالبانو د عدلیې وزارت د هیواد په لسو ولایتونو کې د ۳۷۰۰۰ جریبه څخه زیاته دولتي ځمکه بیرته راګرځولو اعلان وکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د عدلیې وزارت نن یکشنبې (د زمري ۱۹مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي کمیټو په تیره میاشت کې د فاریاب، جوزجان، دایکندي، غور، خوست، لوګر، نیمروز، سرپل، ارزګان او میدان وردګو ولایتونو څخه ۳۷۰۵۲ جریبه دولتي ځمکه بیرته راګرځولې ده او د هغوی له بیاکتنې او تایید وروسته یې اړوندو ادارو ته سپارلې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په تیره میاشت کې د بیرته راګرځول شویو ځمکو ترټولو لویه اندازه په لوګر ولایت کې ده، چې ۵۸۷۷ جریبه ځمکه پکې شامله ده.

د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره تخنیکي کمیټو په ۱۸ ولایتونو کې له ۱،۱۸۰،۲۵۴ جریبه څخه زیاته دولتي ځمکه ثبات کړې او په ۲۶ ولایتونو کې یې له ۱،۳۲۱،۷۵۲ جریبه څخه زیاته بله ځمکه معاینه کړې ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 184829

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/184829/

جمهور
  https://www.jomhornews.com