د هوا پېژندنې ادارې په ۱۲ ولایتونو کې د احتمالي سیلابونو خبرداری ورکړی دی

15 اسد 1404 ساعت 14:57

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې څانګې اعلان کړی چې د هیواد په ۱۲ ولایتونو کې د درنو بارانونو او سیلابونو احتمال شتون لري.


د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې څانګې اعلان کړی چې د هیواد په ۱۲ ولایتونو کې د درنو بارانونو او سیلابونو احتمال شتون لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د  طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت نن چهارشنبې (د زمري ۱۵ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې دا وړاندوینه د نن لپاره شوې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په نورستان، کنړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، کابل، لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د سیلابونو احتمال شتون لري، او په جنوب ختیځ، لویدیځ او مرکزي ولایتونو کې د دوړو سره د قوي بادونو امکان شتون لري.

دې ادارې په دې ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملی مترو پورې اټکل کړې ده.

د هوا پېژندنې ادارې د بیان له مخې، په مختلفو برخو کې د باد سرعت په ساعت کې د ۵۰ او ۹۵ کیلومترو ترمنځ اټکل شوی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 184702

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/184702/

جمهور
  https://www.jomhornews.com