طالبان د حاجیانو پاتې پیسې بیرته ورکوي

14 اسد 1404 ساعت 15:41

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت مشر اعلان کړی چې دا ډله به د حاجیانو پاتې پیسې بیرته ورکړي.


د طالبانو د حج او اوقافو وزارت مشر اعلان کړی چې دا ډله به د حاجیانو پاتې پیسې بیرته ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست وزیر نور محمد ثاقب نن سې شنبې (د زمري ۱۴مه) د وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو په اړه په یوه پروګرام کې وویل چې د سږ کال د حج ټول لګښت له ۸ ملیارد او ۱۶۳ ملیون او ۳۱۲ زره افغانیو څخه زیات و.

طالبانو وویل چې له دې مقدار څخه له ۱۱۵ ملیون څخه ډیرې افغانۍ اضافه شوي دي او نږدې ۴ زره افغانۍ به بیا هر حاجی ته ورکړل شي.

هغه له حاجیانو وغوښتل چې د خپلو پیسو ترلاسه کولو لپاره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت یا ولایتي څانګو ته لاړ شي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 184653

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/184653/

جمهور
  https://www.jomhornews.com